د پروان له وړيا ښوونیز مرکز څخه سلګونه تنه ځوانان فارغ شول

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱:۴
xcvg

د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت د وړیا ښوونیز مرکز څخه سلګونه تنه ځوانان د کمپیوتر، ریاضي او انګلیسي د زده کړې پروګرامونو له درې میاشتنیو زده کړو څخه فارغ او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الحق صدیقي د دیني او عصري علومو زده کړې اهمیت او اړتیا په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: نن عصر چې د ټکنالوژۍ دی، نو د دیني علومو تر څنګ د عصري علومو لکه: کمپيوټر او انګلیسي ژبې زده کړه د ټولنې لپاره هم مهم دي.
ښاغلي صدیقي ځوانانو ته ډاډ ورکړ چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ټولو کور دی او تل د دیني، کلتوري او ښوونیز ارزښتونه ساتي او د ځوانانو په پرمختګ کې هلې ځلې کوي.
همدارنګه یو شمېر مسوولینو د دیني او عصري علومو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ځوانانو څخه یې وغوښتل چې د ورکړل شویو فرصتونو څخه په ښه توګه ګټه پورته کړي.
فارغ شویو ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د دغه ډول ښوونیز پروګرامونو د جوړولو مننه وکړه او د نورو پروګرامونو د پرانیستې غوښتنه یې وکړه.

۱۴۴۶/۹/۲۶ هـ. ق
۱۴۰۴/۱/۶ هـ. ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۷
Background image

لغمان کې ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له زدکړو څخه فارغ شول

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست ښونیز مرکز د څلورمې دورې څخه ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له ابتدایي زده کړو څخه فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه وویشل شول او رسنیو سره د اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې وشوې

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه په ملکي، نظامي ادارو او عامو خلکو د ویشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو او یوټیوب چینلونو له چلوونکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښې همغږۍ، اسلامي او ټولنیز ارزښتونو د لاپیاوړتیا په موخه د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو، خبریالانو او یوټیوب چینلونو له. . .

BACK TO NEWS