فاریاب کې له ښوونيز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت اړوند وړیا ښوونيز مرکز څخه ۲۰۰ تنه ځوانان د انګلیسي ژبې، خطاطۍ، مقاله لیکلو او وینا فن له برخو څخه فارغ او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الدین محمدي وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست تل د ځوانانو د علمي او مسلکي ودې لپاره هڅه کړې او دا ډول برنامې به د راتلونکي نسل د روزنې لپاره دوام ولري.
د ځوانانو چارو آمر د ځوانانو د ظرفیت لوړولو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل: ځوانان د ټولنې اصلي پانګه ده او د دوی لپاره د زده کړو زمینې برابرول د هېواد په پرمختګ کې اساسي رول لري.
همدا راز نورو ویناوالو د موضوع په اړه خبرې وکړې او د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هڅو ستاینه یې وکړه.
د یادونې وړ ده، چې په پای کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري فارغینو ته د فراغت سندونه هم وویشل شول.
۱۴۴۶/۸/۲۸ ق
۱۴۰۳/۱۲/۹ ل