سمنګان کې د (شاعرانو او لیکوالانو ټولنې) تر عنوان لاندې ادبي او کلتوري پروګرام جوړ شو

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر آمریت له لوري د (شاعرانو او لیکوالانو ټولنې) تر عنوان لاندې ادبي او کلتوري پروګرام په عامه کتابتون تالار کې د لیکوالانو، شاعرانو او ادب مینه والو په شتون کې جوړ شو.
د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي: د دې غونډې موخه د غوره شاعرانو او لیکوالانو پېژندل، ادبي استعدادونو ته وده ورکول، تخصصي پروګرامونه ترتیبول او د شاعران او لیکوالانو ټولنې نوي غړي ټاکل وو.
د یادونې وړ ده چې ګډون کوونکو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ملاتړ څخه مننه وکړه او د نورو پروګرامونو د جوړولو غوښتنه یې وکړه.
۱۴۴۶/۸/۲۷ هـ .س
۱۴۰۳/۱۲/۸ هـ . ل