بلخ کې د بېلابېلو ادارو وياندویانو ته د ټولنيزو رسنيو د ارزښت په اړه دوه ورځنی سمينار جوړ شو

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۵:۳۹
hjki

بلخ ولایت کې بېلابېلو ادارو ویاندویانو ته د ټولنیزو رسنیو د ارزښت په اړه دوه ورځنی سمینار جوړ شو چې پکې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي محمد الله ضرار د بلخ ولايت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس مولوي نيک محمد حنفي د بلخ ولایت اړوند ریاستونو مطبوعاتي مسوولینو، وياندویانو او اداري مسوولینو ګډون کړی وو.
په پیل کې د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمدالله ضرار د سمينار ګډونوالو ته د ټولنیزو رسنیو پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، که څه هم له دښمنانو سره مو مخامخ جګړه ختمه شوې، خو تبلیغاتي جګړه مو لا هم دوام لري، نو اړینه ده چې دغې برخې ته هم جدي پاملرنه وکړو؛ همدارنګه ښاغلي ضرار د رسنيو له مسوولینو او مطبوعاتي مسوولینو څخه وغوښتل چې په دغه برخه کې په ټول توان سره کار وکړي.
ورپسې د بلخ ولايت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس مولوي نيک محمد حنفي وویل:  ټول امارتي کارکوونکي باید په ادارو کې له مراجعینو سره نیک چلند وکړي، خپل نشرات او د نظام لاسته راوړنې باید پر وخت نشر او د ټولنیزو رسنیو له لارې تر عامو خلکو ورسوي او د ویاندیانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست کړنې وستایلې.
د یادونې وړ ده، چې دغه ډول سمینارونه به د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د بلخ ولایت ټولو ادارو ویاندویانو ته په هرو درېيو مياشتو کې جوړېږي.

۱۴۴۶/۸/۲۷ هـ .س
۱۴۰۳/۱۲/۸ هـ . ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۶:۱۸
Background image

سمنګان کې د (شاعرانو او لیکوالانو ټولنې) تر عنوان لاندې ادبي او کلتوري پروګرام جوړ شو

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر آمریت له لوري د (شاعرانو او لیکوالانو ټولنې) تر عنوان لاندې ادبي او کلتوري پروګرام په عامه کتابتون تالار کې د لیکوالانو، شاعرانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۵:۵۱
Background image

د تاریخي ارزښتونو د ساتنې رئیس او مل پلاوي بګرام بندخونې ته سفر وکړ

د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست اړوند د تاریخي ارزښتونو د ساتنې رئیس حافظ حمدالله سعید او ورسره مل پلاوي د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ ته څو ورځنی سفر وکړ چې هلته یې د بګرام  بندخونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۵:۳۹
Background image

بلخ کې د بېلابېلو ادارو وياندویانو ته د ټولنيزو رسنيو د ارزښت په اړه دوه ورځنی سمينار جوړ شو

بلخ ولایت کې بېلابېلو ادارو ویاندویانو ته د ټولنیزو رسنیو د ارزښت په اړه دوه ورځنی سمینار جوړ شو چې پکې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي محمد الله ضرار د بلخ ولايت د اداري. . .

BACK TO NEWS