د تاریخي ارزښتونو د ساتنې رئیس او مل پلاوي بګرام بندخونې ته سفر وکړ

د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست اړوند د تاریخي ارزښتونو د ساتنې رئیس حافظ حمدالله سعید او ورسره مل پلاوي د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ ته څو ورځنی سفر وکړ چې هلته یې د بګرام بندخونې څخه لیدنه وکړه.
په پیل کې د تاریخي ارزښتونو رئیس حافظ سعید د بګرام بندخونې له مسوولینو سره د تاریخي ارزښتونو د راټولولو او ساتلو په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل.
د یاد پلاوي د سفر موخه د مجاهدینو د لاس پاتې آثارو، کارنامو، سوانحو، خاطراتو او د هغوی یادګارونو راټولول دي، چې مجاهدین د بګرام سرسخته بندخونه کې ورسره مخ شوي وو؛ د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي د بګرام بندخونې له ټولو برخو څخه لیدنه وکړه او له اړونده مسوولینو څخه یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
وروستیو کې د بګرام بندخونې مسوولینو د تاریخي ارزښتونو ساتنې له رئیس سره د زندانیانو د لاس پاتې آثارو، کارنامو، خاطراتو او سوانحو په راټولولو کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
۱۴۴۶/۸/۲۷ هـ .س
۱۴۰۳/۱۲/۸ هـ . ل