يو شمېر رسنيزې سرغړونې او شکايتونه وڅېړل شول

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۲ - ۹:۴۱
يو شمېر رسنيزې سرغړونې او شکايتونه وڅېړل شول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير په مشرۍ نن د رسنيزو سرغړونو او شکايتونو د څېړنې کمېسيون غونډه وکړه. د باختر اژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې لومړى د کمېسيون د تېرې غونډې د پريکړو په اړه د اجرااتو معلومات وړاندې شول، وروسته د کمېسيون غړو د شپږو رسنيزو شکايتونو په اړوند چې يوشمېر دولتي او خصوصي بنسټونو ثبت کړي وو، خبرې وشوې. دغه راز د شکايتونو له څېړنې وروسته د هر شکايت په اړه د رسنيزو سرغړونو او شکايتونو د څېړنې کمېسيون د صلاحيتونو او طرزالعمل له مخې لازمې پريکړې وشوې. د غونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د کمېسيون د کاري بهير په ګړندي کولو کې پز زياتې پاملرنې ټينګار وکړ.

کابل / د لړم ١٢مه / باختر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۲۲
Background image

کاپیسا کې د خصوصي ښوونځي نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یو خصوصي ښوونځي زده کوونکي چې د خطاطۍ او نقاشۍ برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي دي وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په دې اړه جوړه. . .

BACK TO NEWS