اخبار
د قطر سفارت شارژدافیر د اطلاعاتو او کلتور له وزیر سره وکتل.
سه شنبه ( ۱۴ د ربيع الآخر ۱۴۴۷) په کابل کې د قطر سفارت شارژدافير ډاکټر مردف القاشوطي د اطلاعاتو او کلتور وزارت مقام کې ښاغلي شيخ صاحب شيراحمد حقاني سره د دواړو هيوادونو تر منځ کلتوري. . .
د کشنده ولسوالۍ له ځوانانو سره د فکري ودې په موخه د همغږۍ ناسته وشوه
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت مسؤلینو د کشنده ولسوالۍ یو شمېر ځوانانو او سیمه ییزو مخورو سره د عامه پوهاوي پیاوړتیا، فکري ودې او د ځوانانو ټولنیزو او. . .
د لرغون پېژندنې ریاست پلاوي د لوګر ولایت خروار لرغونې سيمې ته سفر وکړ
د لرغون پېژندنې ریاست مسلکي پلاوي د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د استازي په ملیتا د خروار لرغوني سيمې د سروې او زیان پېژندنې (آسیب شناسي) په موخه یادې سيمې ته سفر وکړ.
د. . .
د مقدسو ځایونو، واټونو او څلور لارو د نومونې کمېسیون غونډه وشوه
دوشنبه (١٤ د ربيع الثاني ١٤٤٧) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د هېواد د مقدسو ځایونو، واټونو او څلور لارو د نومونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره. . .
زابل کې (د ناوړه دودونو مخنیوی) په نوم د اخیستل شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې
د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان (ناوړه دودونو مخنیوی) په نوم د ځوانانو ترمنځ څه موده وړاندې یوه سیالۍ ترسره. . .
د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه جوړه شوه
دوشنبه (۱۳ د ربیعالثانی ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د کمېسیون د نورو غړو. . .
د ځوانانو د سوداګریزو مهارتونو د ودې په مرکز کې سلګونه ځوانان جذب شول
د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو لپاره د خپلو روزنیزو پروګرامونو په څلورم پړاو کې شاوخوا ۸۰۰ تنه ځوانان د انلاین سوداګرۍ (فریلانسینګ) ګرافیک ډیزاین، کمپیوټر او انګلیسي. . .
د مطبعو او کتاب پلورنځیو مسؤلینو سره ناسته وشوه
د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د مطبعو، کتاب پلورنځیو او فوټو کاپي مرکزونو له مسؤلینو سره د لیکوالانو د اثرونو د خپل سري چاپ د مخنیوي او د چاپ حقوق (کاپي رایت) قانون. . .
بدخشان کې ۵۰۰ کلنه لرغونې مغاره کشف شوه
د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي: چې خاش ولسوالۍ کې یو لرغونې مغاره کشف شوه، چې له پنځو پیړیو څخه زیاته تاريخي مخینه لري.
د فرهنګ او هنر آمر، چې د تاریخي اثارو د. . .
