یو شمېر خبریالانو ته (د فکري اصلاح او ظرفیت لوړونې) روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۴:۱۰
..

د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همغږۍ د الصارم فکري او فرهنګي ادارې له لوري د دغه ولایت د بېلابېلو رسنیو ۲۰ تنو خبریالانو ته د فکري اصلاح او ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د خبریالانو ظرفیت لوړونې ته ژمن دی او  په همدې موخه یې د یو شمېر ادارو په همکارۍ په بېلابېلو وختونو کې روزنیز پروګرامونه جوړ کړي دي، ښاغلي رسولي زیاته کړه، چې یاد سیمینار کې مهم موضوعات وړاندې شول او هیله ده چې ټول ګډونوال د دندو پر مهال ترې ګټه واخلي.
د سیمینار د وړاندې کوونکو له لوري د اسلامي صحافت، د اسلامي او کفري نړۍ د خبریالانو او ژورنالیستیکي کړنو توپیر، موخو او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې شول.
۱۴۴۷/۴/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS