یو بهرني سیلانیاني د پروان له توپدرې سټوپې څخه لیدنه وکړه
چهارشنبه(۳ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) یو جرمني سيلاني ماریوس هوپنر (Marius hopnar) په پروان ولايت کې له توپدرې سټوپې څخه ليدنه وکړه.
د ليدنې پر مهال د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی مدیر مولوي نورالرحمن رحماني د توپدرې سټوپې د ارزښت او تاريخي شاليد په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: د توپدرې سټوپه يو له تاريخي آبداتو څخه ده، چې شاوخوا ۲۰۰۰ کاله تاریخ لري.
په ورته وخت کې ماریوس هوپنر (Marius hopnar) د افغانستان پروان ولایت ته د خپل سفر موخه، د لرغونو او سياحتي سیمو څخه ليدنه یاده کړه او زیاته یې کړه، چې افغانستان اوس د یوې آرامه او ډاډمنې فضا څخه برخمن هيواد دی.
ښاغلي هوپنر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هرکلي څخه د مننې ترڅنګ له نورو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو هم وغوښتل چې افغانستان ته سفر وکړي او له سیاحتي ځایونو څخه لیدنه وکړي.
