غور کې د سیمه‌ییزو رسنیو له استازو او د امارتي ادارو له مطبوعاتو مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۳:۳۶
...

د غور اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو او د سیمه‌ییزو رسنیو له استازو سره په رسنیزو چارو کې د لا زیاتې همغږۍ او پر وخت او دقیق اطلاع‌رسونې په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د رسنیو د ستونزو د څیړلو ترڅنګ د اطلاع‌رسونې د وضعیت د ښه والي په اړه خبرې وکړې او د راپورونو او خبرونو د رسنیز کولو په برخه کې یې د رسنیو له ترسره کړیو هڅو څخه مننه وکړه.
نوموړي رسنیزې چارې مهم مسؤولیت وباله او د غور د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو څخه یې وغوښتل چې د لا زیاتې همغږۍ له لارې هڅه وکړي، چې د امارتي ادارو ترسره شوي فعالیتونه او لاسته‌راوړنې لا ډېرې تر پوښښ لاندې ونیول شي.
د امارتي ادارو مسؤلینو او ویاندویانو د اطلاع‌رسونې د ښه والي او رسنیو ته پر وخت او باوري معلوماتو د رسولو په برخو کې د پوره همکاریو ډاډ څرګند کړ او د رسنیو له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د پېښو او فعالیتونو د انعکاس لپاره له مطبوعاتي مسؤلینو سره همغږي وساتي.
همدارنګه د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل او د غور د سیمه‌ییزو رسنیو مسؤلینو د سیمه‌ییزې ادارو او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له همکاریو او ملاتړ څخه مننه وکړه او د رسنیزو اصولو مطابق د نظام د فعالیتونو او د خلکو د ستونزو پر انعکاس یې ټینګار وکړ.

۱۴۴۷/۱۱/۳۰ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱۶
Background image

فراه کې د سلګونو تنو نظامي او ملکي شهیدانو د ژوند او خاطرو په اړه معلومات راټول شول 

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلين وایې؛ چې د نظامي شهیدانو د معلوماتو د راټولولو او ثبت بهیر په دوام د دغه ریاست مسؤلینو په پشترود او خاکسفيد ولسوالیو کې له یو شمیر قومي مخورو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۷
Background image

له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره شوې

د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الله زبیر په مشرۍ یو پلاوي د دوه ورځو په لړ کې د کابل ولایت ټولو ولسوالیو ته سفر وکړ او د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۳
Background image

په ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس او نظام ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وشو

د بغلان والي مولوي عبدالله مختار د ولایت مقام په مېلمستون کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو، د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په لیدنه کې، د ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس. . .

BACK TO NEWS