کونړ کې د فرهنګي یرغل مخنیوي په نوم پروګرام ترسره شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۳۴
..

د کونړ اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د یاد ریاست اړوند ښوونیز مرکز کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د فرهنګي یرغل مخنیوي په نوم پروګرام ترسره شو.
مسؤلینو د فرهنګ پیژندنې، د ځوانانو مسؤلیتونو او د ناوړه دودونو د زیانونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې په اسلامي نظام کې ټول فرامین د شريعت په رڼا کې جوړ شوي او موخه يې د ولسونو د ستونزو حل دی.
ورته مهال ځوانانو ژمنه وکړه، چې د ناوړه دودونو له منځه وړلو په برخو کې به لا زیاتې هڅې وکړي او خلکو ته به د ناوړه دودونو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی وکړي.
د یادونې وړ ده، چې له یاد پروګرام څخه موخه د ټولو فرامینو پلي کول او د فرهنګي يرغل مخنيوی دی، تر څو ولسونه د اسلامي شريعت په رڼا کې په ارامه توګه ژوند وکړي.

۱۴۴۷/۸/۱۹ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۱۶
Background image

د ازبکستان فرهنګي پلاوي د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ له تاریخي آبداتو څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان  جمهوريت فرهنګي پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا او د تاریخي آبداتو د لیدنې په موخه، د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسوولینو، سیمه‌ییزو. . .

BACK TO NEWS