کندوز کې د (قلم او وینا) په نوم فرهنګي غونډه جوړه شوه
د کندوز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست عامه کتابتون په تالار کې د (قلم او وینا) په نوم فرهنګي غونډه جوړه شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو ترڅنګ یو شمېر فرهنګپالانو، ادیبانو او هنرمندانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د فرهنګ او هنر آمر د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست دروازه تل د ټولو فرهنګپالانو، ادیبانو، شاعرانو او هنرمندانو په مخ پرانیستې ده، د فرهنګ او هنر آمر ټینګار وکړ، چې فرهنګي فعالیتونه د ټولنې د فکري ودې لپاره اساسي اړتیا ده او د اطلاعاتو او کلتور ریاست به د دې برخې ملاتړ ته دوام ورکوي.
دغه راز د کندوز ولایت مقام فرهنګي چارو کارپوه د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دغه نوښت څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا ډول فرهنګي پروګرامونه د ټولنې هنري، فکري او فرهنګي ودې لپاره مهم رول لري او باید په راتلونکې کې هم دوام ومومي.
ورته مهال د غونډې ګډونوال وویل: د (قلم او وینا) په څېر فرهنګي غونډې د ادب وده، د هنرمندانو د زړورتیا او د فرهنګي ارزښتونو د ژوندۍ ساتنې لپاره مثبت ګام دی او هیله یې وښوده، چې دا لړۍ باید دوام وکړي.
د غونډې په لړ کې ګڼ شمېر شاعرانو، نعت او ترانه ویونکو خپل چمتو کړي شعري ټولګې هم ترنم کړل.
۱۴۴۷/۵/۲۹ هـ ق
