کندز کې د پخوا په پرتله د مطالعې دود زيات شوی

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۱۴:۲
.....

د کندز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د عامه کتابتون عمومي مدير عبدالسليم سروري وايي: په ياد ولايت کې د پخوا په پرتله د مطالعې دود زيات شوی دی، د ورځې لسو نه تر پنځلسو ځوانان عامه کتابتون ته د مطالعې لپاره راځي. 
نوموړي زیاته کړه؛ چې سږ کال په تېرو لسو مياشتو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست عامه کتابتون ته له ۱۸۰۰ اتلس سوه څخه ډېر ځوانان د مطالعې لپاره راغلي، چې دا د دې ښکارندويي کوي چې ځوانان ډېر مطالعې ته لېواله شوي دي، د هغه په وینا د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د عامه کتابتون په تالار کې د ځوانانو، شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګیانو ترمنځ مشاعرې هم ترسره کېږي، د دغه برنامو د ترسره کولو ترڅنګ ځوانان مطالعه کوي، چې د مطالعې سره يې ليوالتيا نوره هم ډېرېږي.
د‌ یادونې وړ ده چې په کندوز ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند درې عامه کتابتونونه شتون لري، چې یو کتابتون د کندوز په مرکز او دوه نور کتابتونونه د خان‌آباد او امام‌صاحب په ولسواليو کې شتون لري چې دغو کتابتونونو کې شاوخوا ۱۶۰۰۰ شپاړلس زره ټوکه مختلف کتابونه موجود دي.

۱۴۴۵/۶/۲۶ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۱۸ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS