کندز کې د شمال ختیځ زون په کچه د خبریالانو د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۵
...

د کندز اطلاعاتو او کلتور ریاست او د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په ګډو همکاریو د شمال ختیځ زون په کچه د خبریالانو د همغږۍ غونډه وشوه، چې پکې د دې ولایت د مقام د کارکوونکو چارو رئیس، د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې استازو، د بغلان، بدخشان، تخار او کندز ولایتونو د سیمه‌ییزو رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د رسنیو د ملاتړ په اړه خبرې وکړې او له ټولو خبریالانو څخه یې وغوښتل چې ملي ګټې په پام کې ونیسي او واقعیتونه رسنیز کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې په کندز کې د خبریالانو او امارتي ادارو ترمنځ ښه همغږي شته او هڅې کېږي چې د د رسنیو او خبریالانو شته ستونزو ته رسېدنه وشي.
د غونډې په لړ کې د ولایت مقام د کارکوونکو چارو رئیس د رسنیو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې په رسنیو کې ژمن او مسلکي کسان وګماري، ترڅو د اطلاع رسونې په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.
ورته مهال د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې سرپرست وویل: په اوسنیو شرایطو کې د اطلاع رسونې په برخه کې هېڅ ستونزه نشته او د خبریالانو او امارتي ادارو ترمنځ ښه همغږي موجوده ده.
د غونډې په پای کې یو شمېر خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل، چې مسؤلینو یې د ستونزو د حل ډاډ څرګند کړ.

۱۴۴۷/۱۱/۴ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

شنبه (د ۱۴۴۷/ ربیع‌الثاني/۲۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۲۴
Background image

د فرهنګ او هنر معین د یونسکو د پروژو له مسوولې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د یونسکو د پروژو له مسوولې سارا ضیایي سره وکتل او د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د تاریخي ودانیو د ترمیم او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۴
Background image

د غزني جهادي موزیم ته ۲۱ قلمه جهادي اثار وسپارل شول

په دغو اثارو کې نظامي وسایل او تجهیزات او د «دلایل الخیرات» په نوم یو ټوک کتاب شامل دي. یاد آثار د جهاد د دورې له یوه شهید څخه پاتې شوي، چې د ځینو پر مخ یې د مرمیو د لګېدو نښې هم لیدل. . .

BACK TO NEWS