ځوانان او د ټولنیزو شبکو فعاله غړي په ټولنه کې مهم او رغنده رول لوبولی شي 

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۹:۲۵
koih

د کندوز ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د عامه کتابتون په تالار کې د ځوانانو چارو آمريت لخوا د (ځوانانو د فکري وړتيا لوړونې) تر نامه لاندې سیمینار ترسره شو، یاد سمينار ‌کې مولوي عبدالغفور شهیدزي د ولایت مقام د دفتر رئيس، د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ګل‌ محمد الیاس، د علماوو شورا، امارتي پوهنتون او ا‌داري اصلاحاتو ریاستونو مسؤلینو، ګڼ شمېر ځوانو مبارزینو، لیکوالانو او خبریالانو ګډون کړی وو. 
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ګل‌ محمد الیاس ټولو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: له نېکه مرغه امریکایان او د هغوی متحدين په ډېرې بې شرمۍ سره د پیاوړو مجاهدینو پرمټ له هیواده وشړل شول، خو له بده مرغه دغو اشغالګرو په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په ځوان کهول ډېر کار کړی او فکر یې په کامله توګه اړولی و، هغه له ټولو ویښو ځوانانو غوښتنه وکړه چې د اسلامي اُمت او ځوانانو لپاره د اسلامي روحيې په ورکولو کې نه‌ ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي او زياته يې کړه؛ اوس د دې وخت رارسېدلی چې موږ ټول په ځانګړي ډول ځوانان باید د خپل قلم او استعدادونو څخه په استفادې د اسلامي نظام په ساتلو کې تر بل هر وخت چټک ګامونه اوچت کړو. 
د ولایت مقام د دفتر رئيس مولوي عبدالغفور شهیدزي وویل: فکري جګړه تر نظامي جګړې ډېره مهمه ده، الحمد لله د نظامي جګړې په برخه کې یرغلګرو ته ستره ماتې ورکړل شوې، خو فکري جګړه تر اوسه هم روانه ده، چې باید پر وړاندې یې ټول یو موټی شو، دا چې یو شمېر بې خبرو افغانانو په تېرو کلونو کې له یرغلګرو سره لاسونه یو کړي وو او فکري جګړه يې ورسره يوځای پرمخ وړله، له همدې کبله دغه پدیده تر اوسه پورې په میراث را پاتې، راځئ چې د دې شومې پديدې پر وړاندې په يووالي سره مبارزه وکړو او د اوسني نظام د ساتنې او هېواد د پیاوړتیا په برخه کې له مسؤلینو سره همکار پاتې شو.  

۱۴۴۶/۴/۶ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۸ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۲۰
Background image

د ضحاک لرغونې ښار څخه لیدنه ترسره شوه

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري سید مصطفی صالح د ضحاک لرغونې ښار څخه د عمومي حالت څیړلو په موخه لیدنه وکړه.
قاري سید مصطفی صالح وویل، چې د دغه ښار د مرمت کارۍ دویم فاز چارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۰:۵۸
Background image

د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو د نورستان اطلاعاتو او کلتور رئیس سره وکتل

د کابل پوهنتون لرغون پېژندنې څانګې یو شمېر استادانو او محصلینو د پوهاند عصمت الله عثماني په مشري نورستان ولایت ته د علمي سفر په ترڅ کې ددې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس سره وکتل.
پوهان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۰:۴۵
Background image

بادغیس ولایت کې د ناوړو دودونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د امیرالمومنین حفظه الله د ۱۷ ګڼې فرمان چې د ناوړو دودونو د مخنیوي په اړه صادر شوی دی، د یو شمېر دیني عالمانو، فرهنګپالانو او د امارتي. . .

BACK TO NEWS