پکتیکا کې د ( چاپې سهار ) کتاب مخکتنه و شوه
يکشنبه( ۷ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د پکتیکا ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې د پیاوړي قلموال مولوي ضیاالحق حسان د چاپ شوي اثر (چاپې سهار) د دویم ټوک مخکتنه او نقد وشو، چې په دې غونډه کې د پکتیکا امنیه قوماندان تر څنګ، د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا محمد امین حذیفه، د ملي راډیو تلویزیون آمر، د فرهنګپالو ځوانانو مشر، د کتاب لیکوال مولوي ضیالحق حسان او یو شمېر نورو فرهنګیانو او ځوانانو برخه لرله.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر محمدذاکر نایاب د لیکل شوي کتاب تاثُرات وویل او د کتاب لیکنۍ بڼه یې مزینه، سلیسه، روانه او سمه وبلله.
نایاب وویل: چاپ شوی اثر څلور فصلونه لري، چې په لومړی فصل کې یې جنایتونه، په دویم کې یې د اتلانو اتلولۍ، په درېیم کې یې د شهیدانو شهادتونه او کرامتونه او په څلورم فصل کې یې د مجاهدینو ملګروو یادونه او دردونه په ډېره ښه بڼه لیکل شوي او هره جمله یې د معنا تر څنګ، دغم، درد، ارمان او خواخوږۍ احساس وړاندي کوي.
هغه دغه راز په کتاب کې ګرامري تېروتنې په ګوته کړې او د غونډې د ګډونوالو او چاپ شوي کتاب د لیکوال مخته یې کېښودې.
ورپسې د پکتيکا امنيه قوماندان، د فرهنګپالو ځوانانو د ټولنې مشر او نورو په خپل نوبت سره د کتاب په اړه خبرې وکړې.
په پای کې د (چاپې سهار) لېکوال مولوي ضیالحق حسان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلینو او کارکوونکو څخه مننه وکړه چې د کتاب د چاپ کېدو او مخکتنې په برخه کې یې ګام پورته کړ او زه یې لا ډېر څه لېکلو ته وهڅولم.
نوموړي زیاته کړه، د کتاب درېیمه برخه یې هم پیل کړې چې په راتلونکي کې به د لوستونکو مخته کېښودل شي.
