پکتیکا کې د رسنيو له مسؤلينو او خبریالانو سره د همږغۍ میاشتنۍ ناسته وشوه

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۴:۴۵
..

د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئیس ملا محمد امین حذیفه د رسنيو له مسؤلينو او خبریالانو سره د همږغۍ میاشتنې ناسته وکړه.
په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رياست رئیس ملا محمد امین حذیفه خبریالانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د ټولو خبریالانو هڅې د ستایلو وړ دي، د پکتیکا د خلکو ستونزو او لاسته راوړنو ته مو په بشپړ ډول انعکاس ورکړی، شپه او ورځ مو خپلو کارونو ته دوام ورکړی او خوشحاله یم چې ټول خبریالان په خپلو منځونو کې سره همږغي دي.
ورپسې د پښتون غږ راډیو خبریال عبدالباري نعیمي د اطلاعاتو او کلتور رياست د مسؤلينو کړنې وستایلې او قدردانی یې وکړ.
ښاغلي نعيمي زياته کړه؛ خوشحاله یو، چې د اطلاعاتو او کتلور رياست د ټولو رسنیو سره په زیات اخلاص او همږغۍ سره چارې مخکې وړي او هغه ستونزې چې خبريالان ورسره مخ کېږي د مسؤلينو له لوري پر وخت رسیدګي ورته شوي.
د ناستې ټولو ګډونوالو خبریالانو او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټي مشر د اطلاعاتو او کلتور رياست هڅې وستایلې او قدر دانی وکړ.

۱۴۴۶/۳/۲۰ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۳۰
Background image

پنجشېر کې د اسلامي نظام د ګټو او د اسلام له نظره د انسان د پیدایښت په اړه زده کړیز پروګرام جوړ شو

د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري (د اسلامي نظام د ګټو او د اسلام له نظره د انسان د پیدایښت) تر عنوان لاندې یو ورځنۍ زده کړیز پروګرام د دې ولایت لسګونو ځوانانو په شتون کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۲۰
Background image

د ضحاک لرغونې ښار څخه لیدنه ترسره شوه

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري سید مصطفی صالح د ضحاک لرغونې ښار څخه د عمومي حالت څیړلو په موخه لیدنه وکړه.
قاري سید مصطفی صالح وویل، چې د دغه ښار د مرمت کارۍ دویم فاز چارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۰:۵۸
Background image

د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو د نورستان اطلاعاتو او کلتور رئیس سره وکتل

د کابل پوهنتون لرغون پېژندنې څانګې یو شمېر استادانو او محصلینو د پوهاند عصمت الله عثماني په مشري نورستان ولایت ته د علمي سفر په ترڅ کې ددې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس سره وکتل.
پوهان. . .

BACK TO NEWS