پکتیا کې د ځوان سالم شخصیت او فکري روزنې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۲۵
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد د پکتیا پوهنتون په تالار کې د (ځوان سالم شخصیت، په اسلامي نظام کې يې د خدمت اهمیت او فکري روزنې) تر سرلیک لاندې علمي او فکري سمینار وړاندې کړ.
په دغه سمینار کې د ځوانانو چارو معين قاري محمد یونس راشد ځوانانو ته په خطاب کې وویل: ځوانان د افغانستان راتلونکی دی، که غواړي چې نړۍ سره سیال شي، خپل ملت د نورو له احتیاج څخه خلاص کړي او اسلامي نظام وساتي، نو باید خپل شخصیت د اسلامي شریعت مطابق جوړ کړي او د هېواد پرمختګ لپاره په پوره هڅې او قوي هوډ سره کار وکړي.
نوموړي زیاته کړه؛ اسلامي امارت د ځوانانو لپاره د بېلابېلو پروګرامونو د ترسره کولو لپاره ژمن دی او د دوی ستونزو ته رسېدنه کوي، خو ځوانان باید د خپل ولس د هوساینې او پرمختګ لپاره خپله دنده ترسره کړي.
د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ثواب جان اسلام یار وویل: دا ډول پروګرامونه د ځوانانو د فکري روزنې لپاره ډېر ګټور دي، نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست تل د ځوانانو لپاره د ګټورو پروګرامونو په جوړولو بوخت دی.
د اسلام یار په وينا؛ ځوانان د هېواد د اشغال پرمهال د مبارزې لومړۍ کرښه کې ولاړ وو، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ژمن دی، چې د دوی د روزنې او پرمختګ لپاره کار وکړي.
د سمینار په وروستیو کې ځوانانو او زده کړیالانو د ځوانانو چارو معین ته خپلې پوښتنې وړاندې کړې، چې په ډاډمنه توګه ځوابونه ورکړل شول.

۱۴۴۶/۵/۲۶ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۸ هـ ل

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

BACK TO NEWS