پکتیا کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په چارو کې د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیض الله جوهري په دې ولایت کې د رسنیو فعالیتونه وستایل او وې ویل: رسنۍ او خبریالان د ولس او نظام تر منځ د ارتباطي پول حیثیت لري، چې کولای شي، د ټولنې اصلاح، د ولسونو فکري، عقیدوي روزنې او سمون په برخه کې ښه رول اداء کړي. د ښاغلي جوهري په وینا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له ټولو رسنیو، خبریالانو او ویاندویانو سره پوره همکارۍ دی
ښاغلي جوهري د رسنیو له مسوولینو څخه وغوښتل چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرامینو د پلي کولو په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره پوره همکارۍ وکړي، د ټولنې فکري روزنې، یووالي او نظام ملاتړ په برخه کار وکړي.
د اطلاعاتو آمر وویل: د روان کال په لړ کې په پکتیا کې د دوو غږیزو رسنیو په فعالیت پیل کول او د ورستیو پېښو ښه رسنیز کول په دې ولایت کې د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د ښې همغږۍ څرګندونه کوي.
دغه راز د ناستې په لړ کې ویاندویانو، د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو په چارو کې د لاښې همغږۍ رامنځته کولو او ساتلو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه هم شریک کړل.
۱۴۴۸/۱/۲۱ هـ ق
