په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د کانکور ازمایښتي سیالۍ ترسره شوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۴:۴۳
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د پکتیا ولایت ډنډې پټان ولسوالۍ د پوهنې آمریت په همغږۍ د ۵۷۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د کانکور ازمایښتي سیالۍ ترسره شوه.
د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم له یادې سیالۍ څخه موخه د ځوانانو په خپلو وړتیاوو باور پيداکول، د مطالعې د کلتور پیاوړتیا او په ځان باور لوړول وبلل او ویې ویل: یاده سیالۍ د ډڼدې پټان ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو۵۷۰ تنو زده کوونکو ترمنځ ترسره شوه، چې د سیالۍ د پایلو اعلان وروسته ۲۰ تنه مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.
د ښاغلي صمیم په وینا د عامه کتابتونونو ریاست په پام کې لري، چې دا ډول سیالۍ به د هېواد په نورو سیمو کې هم جوړې کړي.
د ډنډې پټان ولسوالۍ ځايي ټولنیزو فعالانو، ښوونکو او مسؤلینو د داسې علمي پروګرامونو جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: دغه نوښتونه به د زده ‌کوونکو په علمي او فکري ودې کې مهم رول ولوبوي.

۱۴۴۷/۶/۱۲ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS