په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د کانکور ازمایښتي سیالۍ ترسره شوه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د پکتیا ولایت ډنډې پټان ولسوالۍ د پوهنې آمریت په همغږۍ د ۵۷۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د کانکور ازمایښتي سیالۍ ترسره شوه.
د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم له یادې سیالۍ څخه موخه د ځوانانو په خپلو وړتیاوو باور پيداکول، د مطالعې د کلتور پیاوړتیا او په ځان باور لوړول وبلل او ویې ویل: یاده سیالۍ د ډڼدې پټان ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو۵۷۰ تنو زده کوونکو ترمنځ ترسره شوه، چې د سیالۍ د پایلو اعلان وروسته ۲۰ تنه مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.
د ښاغلي صمیم په وینا د عامه کتابتونونو ریاست په پام کې لري، چې دا ډول سیالۍ به د هېواد په نورو سیمو کې هم جوړې کړي.
د ډنډې پټان ولسوالۍ ځايي ټولنیزو فعالانو، ښوونکو او مسؤلینو د داسې علمي پروګرامونو جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: دغه نوښتونه به د زده کوونکو په علمي او فکري ودې کې مهم رول ولوبوي.
۱۴۴۷/۶/۱۲ هـ ق
