په هرات کې د تجلی ‌آیات په نوم ځانګړی رمضاني نندارتون جوړ شو

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۰:۴۶
fghyuio

په هرات ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ د خطاطانو او خوش  ‌نویسانو د ټولنې له لوري د علامه سلجوقي په تالار کې د تجلی ‌آیات په نوم څلور ورځنی نندارتون د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت جوړ شو.
د کلتور او هنر آمر وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، چې د داخلي نندارتونونو په جوړولو او بهرنیو نندارتونونو ته د هنرمندانو د ګډون زمینې برابرولو سره، د دوی د هنري آثارو د ودې او پلور ملاتړ وکړي.
همدا راز د خطاطانو ټولنې مسؤلین وايي: په دې نندارتون کې ۸۰ هنري آثار چې د نستعلیق، شکسته، چلیپا او ثلث خطونو په کارولو سره خطاطي او نقاشي شوي، نندارې ته وړاندې شوي دي.
د دې ټولنې رئیس عبدالجلیل توانا وویل: د نندارتون د جوړولو موخه د خطاطۍ بېلابېلو ډولونو معرفي کول او د دې هنر ژوندی ساتل دي.
هنرمندان د نندارتون له جوړېدو هرکلی کوي او له مسؤلینو غواړي، چې د دوی د آثارو د پلور او کورنيو او بهرنیو نندارتونونو کې د ګډون زمینه ورته برابره کړي.
د یادونې وړ ده، چې تجلی ‌آیات نندارتون هر کال د روژې مبارکې میاشت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ جوړېږي او مسؤلین د اصیلو هنري ارزښتونو د ساتنې او پراخېدو لپاره د ورته پروګرامونو پر دوام ټينګار کوي.

۱۴۴۶/۹/۲۳ ق
۱۴۰۴/۱/۳ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۷
Background image

لغمان کې ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له زدکړو څخه فارغ شول

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست ښونیز مرکز د څلورمې دورې څخه ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له ابتدایي زده کړو څخه فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه وویشل شول او رسنیو سره د اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې وشوې

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه په ملکي، نظامي ادارو او عامو خلکو د ویشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو او یوټیوب چینلونو له چلوونکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښې همغږۍ، اسلامي او ټولنیز ارزښتونو د لاپیاوړتیا په موخه د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو، خبریالانو او یوټیوب چینلونو له. . .

BACK TO NEWS