په هرات کې د تاریخي او معمارۍ میراث په اړه د دوو کتابونو مخکتنه وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۳۲
..

په هرات کې د «تیموریانو په دوره کې معماري، د هرات تاریخي ودانیو ته په ځانګړې کتنې سره» او «د هرات فرهنګي میراث او د ۱۴۰۲ کال زلزلې پر تاریخي آبداتو اغېزې» تر سرلیکونو لاندې د دوه کتابونو مخکتنه وشوه.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو د دغو کتابونو له چاپ او فرهنګي هڅو هرکلی وکړ او د لیکوالانو ستاینه یې وکړه. دوی د څېړونکو او فرهنګیانو له خوا د هرات تاریخي آثارو او معمارۍ ته د پاملرنې پر ارزښت ټینګار وکړ.
د فرهنګ او هنر آمر وویل: د روان کال په ترڅ کې د هرات او د دې ولایت د تاریخي آبداتو په اړه څو کتابونه چاپ شوي، چې دا یو د ستاینې وړ اقدام دی.
د دغو اثارو لیکوالان وایي: د کتابونو له لیکلو موخه دا ده چې خلک د هرات د تاریخي آبداتو د ارزښت او نړیوال مقام په اړه خبر شي او د هغو د ساتنې او له ویجاړېدو څخه د مخنیوي لارې چارې وړاندې شي.
ځینو فعالانو هم وویل: چې د هرات تاریخي آبدات په نړیواله کچه ځانګړی ارزښت لري او اړینه ده چې مسوولین او خلک د دغو ودانیو په ساتنه او پالنه کې هېڅ ډول هڅه و نه سپموي.
فرهنګیان باور لري، چې دا کتابونه کولی شي د هرات د فرهنګي میراث د پوهاوي او ساتنې په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.

۲۳/۸/۱۴۴۷ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS