په نورګرام ولسوالۍ کې د فکري روزنې او عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه
نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو په شتون کې د فکري روزنې او عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه، چې لسګونو تنو پکې ګډون کړی و.
د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجیب الله حنیف ګډونوالو ته ښه راغلاست ترڅنګ وویل: اسلامي نظام د خلکو د قربانیو، سرښندنو او مبارزو په پایله کې حاکم شوی او د دې نظام ساتنه او ملاتړ د ټولو ګډ مسؤلیت دی. ښاغلي حنیف زیاته کړه، چې دښمنان هڅه کوي د تبلیغاتي فعالیتونو له لارې خلکو ترمنځ بې باوري، اختلاف او نفاق رامنځته کړي مونږ باید د دښمنانو د تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانشو د خپل نظام ملاتړ وکړو او د ټولنې د یووالي او ثبات لپاره ګډ کار وکړو.
دغه راز د ځوانانو چارو آمر د ټولنې په پرمختګ او ثبات کې د ځوانانو پر رول خبرې وکړې او ویې ویل: ځوانان د ټولنې ځواکمنه برخه جوړوي او کولای شي د یووالي، ورورولۍ، متقابل درناوي او ګډ کار له لارې د خپل هېواد په پرمختګ کې اغېزمن رول ترسره کړي.
ورته مهال د قومي مشرانو په استازیتوب شيخ هدایت الله، د ځوانانو په استازیتوب قاري نعمت الله او یو شمېر نورو ویناوالو د فکري روزنې او عامه پوهاوي پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: د دیني او ملي ارزښتونو ساتنه، د خلکو ترمنځ یووالی، د ځوانانو سالمه روزنه او د ټولنیز ثبات پیاوړتیا هغه مهم موارد دي، چې باید ورته ځانګړې پاملرنه وشي. د غونډې په پای کې ګډونوالو د دې ډول پروګرامونو جوړولو د دوام غوښتنه وکړه او د ټولنې د فکري روزنې، یووالي او ثبات په برخه کې یې د پوره همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
۱۴۴۸/۶/۵ هـ ق
