په نورګرام ولسوالۍ کې د فکري روزنې او عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

wasim_admin
Mon, Nov 16 2026 2:37 PM
...

نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو په شتون کې د فکري روزنې او عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه، چې لسګونو تنو پکې ګډون کړی و.
د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجیب الله حنیف ګډونوالو ته ښه راغلاست ترڅنګ وویل: اسلامي نظام د خلکو د قربانیو، سرښندنو او مبارزو په پایله کې حاکم شوی او د دې نظام ساتنه او ملاتړ د ټولو ګډ مسؤلیت دی. ښاغلي حنیف زیاته کړه، چې دښمنان هڅه کوي د تبلیغاتي فعالیتونو له لارې خلکو ترمنځ بې‌ باوري، اختلاف او نفاق رامنځته کړي مونږ باید د دښمنانو د تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانشو د خپل نظام ملاتړ وکړو او د ټولنې د یووالي او ثبات لپاره ګډ کار وکړو.
دغه راز د ځوانانو چارو آمر د ټولنې په پرمختګ او ثبات کې د ځوانانو پر رول خبرې وکړې او ویې ویل: ځوانان د ټولنې ځواکمنه برخه جوړوي او کولای شي د یووالي، ورورولۍ، متقابل درناوي او ګډ کار له لارې د خپل هېواد په پرمختګ کې اغېزمن رول ترسره کړي.
ورته مهال د قومي مشرانو په استازیتوب شيخ هدایت الله، د ځوانانو په استازیتوب قاري نعمت الله او یو شمېر نورو ویناوالو د فکري روزنې او عامه پوهاوي پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: د دیني او ملي ارزښتونو ساتنه، د خلکو ترمنځ یووالی، د ځوانانو سالمه روزنه او د ټولنیز ثبات پیاوړتیا هغه مهم موارد دي، چې باید ورته ځانګړې پاملرنه وشي. د غونډې په پای کې ګډونوالو د دې ډول پروګرامونو جوړولو د دوام غوښتنه وکړه او د ټولنې د فکري روزنې، یووالي او ثبات په برخه کې یې د پوره همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

۱۴۴۸/۶/۵ هـ ق

تازه ترین اخبار

Thu, Nov 12 2026 1:19 PM
Background image

Commission for the Reform of Signage and Advertising Boards Holds Advisory Meeting

The Commission for the Reform of Signage and Advertising Boards, which operates under the Deputy Ministry for Publications Affairs at the Ministry of Information and Culture, held an. . .

Thu, Nov 12 2026 12:36 PM
Background image

84 Archaeological Artifacts Handed Over to Afghanistan Museum

A total of 84 archaeological artifacts have been handed over to the Afghanistan Museum from the Central Laboratory of the Directorate of Archaeology, after the completion of. . .

Thu, Nov 12 2026 10:00 AM
Background image

Public Libraries Directorate Holds Session to Review Two Pashto-Translated Books

The Directorate of Public Libraries, under the Deputy Ministry for Arts and Culture of the Ministry of Information and Culture, held a session at the Public Libraries Hall to review two. . .

BACK TO NEWS