په ننګرهار کې د زون په کچه ځوانانو لپاره د فريلانسنګ مرکز جوړېږي

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۲۰:۱۵
دجعذخغ 6

ننګرهار ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معينيت او اسلاميک ریلیف مؤسسې له لوري د فريلانسنګ زده کړو مرکز جوړيږي. 

د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: د ځوانانو چارو معينيت د اسلاميک ريليف مؤسسې سره په ګډې همږغۍ د هېواد په ټولو زونونو کې ځوانانو لپاره د فريلانسنګ زده کړو ترلاسه کولو په موخه مرکزونه جوړوي، چې په همدې پار نن د يادې مؤسسې مسؤلينو د اطلاعاتو او کلتور رئيس قاري احسان الله ساجد او د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهير سره د زون په کچه ځوانانو لپاره د فريلانسنګ زده کړو ترلاسه کولو مرکز جوړېدو په موخه وکتل.

يادو مسؤلينو وويل: پر ليکه زده کړې يا فريلانسنګ په ننني عصر کې د ځوانانو د روزنې لپاره لويه اړتيا ده، په همدې اساس غواړو ستاسو په همږغۍ د ختيځ زون په کچه ننګرهار کې ځوانانو لپاره د فريلانسنګ زده کړو يو لوی مرکز جوړ کړو، چې ياد مرکز به ځوانانو سره د دندو په پيدا کولو او نورو برخو کې ډېره مرسته وکړي.

دوی د فريلانسنګ سربېره په نورو برخو کې هم ځوانانو لپاره د زده کړو زمينې برابرولو ژمنه وکړه.

ورپسې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس د اسلاميک ريليف مؤسسې له مسؤلينو مننه وکړه، چې د هېواد د ځوانانو روزنې په برخه کې نظام سره اوږه په اوږه ولاړ دي، هغه دغه راز په ياده برخه کې د مؤسسې مسؤلينو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

۱۴۴۶/۷/۱۴ ق

۱۴۰۳/۱۰/۲۶ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS