په دولتي ادارو کې د عامه پوهاوي څانګې فعالېږي

moic_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۷ - ۱۵:۷
farahi-moic

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين وايي چې اطلاعاتو ته د خبريالانو د آسانه او پر وخت لاسرسي په موخه ټاکل شوې، چې په دولتي ادارو کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي څانګې فعالې شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين مهاجر فراهي په هرات کې په يوه خبري ناسته کې وویل: اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پام کې لري چې په حکومتي بنسټونو کې د عامه پوهاوي څانګې د فعالولو ترڅنګ د ډله ييزو رسنيو په قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي په قانون هم بيا کتنه وکړي.

حیات الله مهاجر فراهي د يو شمېر رسنيو د مالي ستونزو په يادونې سره څرګنده کړه چې په هېواد کې زياتره رسنۍ د مالي ستونزو په ګډون له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګريوان دي او د دغو ستونزو د لرې کولو لپاره هلې ځلي کوي.

په همدي حال کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولانا نعيم الحق حقاني وايي چې اطلاعاتو ته لاسرسى د ټولو هېواد والو او د خبريالانو حق دى او بايد هڅې وشي چې په ټولو ادارو کې داسې کسان وګومارل شي چې خبريالانو ته ځواب ورکوونکي وي.

د يادونې وړ ده چې په هرات کې څه ناڅه دېرش رسنۍ فعالې دي او اوس نږدي  ٢٥٠  خبريالان په دغه ولايت کې له سيمه ييزو، ملي او نړيوالو رسنيو سره کار کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS