په بغلان کې د اتحاد مجلې د بنسټ اېښودنې ۱۰۱ کلیزه ونمانځل شوه

wali_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۴:۵۶
شبللال

 

تېره ورځ په بغلان ولایت کې د اتحاد مجلې د بنسټ اېښودنې ۱۰۱ کلیزه ونمانځل شوه، چې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د دولتي ادارو رئیسانو، شاعرانو او لیکوالانو ګډون کړی و.
  د غونډې په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي اسدالله مصطفى هاشمي، د چاپي رسنیو  پر اهمیت خبرې وکړې او ويې ويل، اتحاد مجلې په هره ګڼه کې شاوخوا درې زره افغانۍ لګښت لري او هره میاشت نږدې ۶۰ زره افغانۍ د اعلاناتو له لارې د دولت بودجې ته جمع کوي.
 ښاغلي رئیس زیاته کړه، دا مجله اوس مهال په میاشت کې دوه ځله خپریږي، مونږ هڅه کوو چې په نوي کال کې په اونۍ کې یو ځل خپره کړو.
ښاغلي رئیس وویل، اتحاد مجله په بغلان کې لومړنۍ فعاله چاپي رسنۍ ده، همدا راز د مجاهدینو له لوري د هیواد له فتحې وروسته هم د اتحاد مجلې خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی.
 ورپسې د اتحاد مجلې مسؤل سید عبدالله سادات د دغې چاپي رسنۍ فعالیت او رول مهم وباله او زیاته یې کړه، اتحاد مجله په څلورو مخونو کې د اسلامي، سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي او ادبي موضوعاتو سره خپرېږي.
 غونډه د هغو دولتي ادارو  مسؤلینو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسیده، چې ډیر پیرودونکي لري او د دوی له لارې دې مجلې ته اعلانونه لیږل کیږي.

۱۴۴۴/۸/۲۷ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۹ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۲۳:۱۲
Background image

د اطلاعاتو او کلتور رئيس د رستم له تاريخي تخت څخه ليدنه وکړه

یک‌شنبه (۵ د شوال ۱۴۴۵) د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي فیروزالدين منیب په دې ولايت کې د رستم له تاريخي تخت څخه ليدنه وکړه.

مولوي فیروزالدين منیب وويل: تاريخي آبدات د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۳:۴۳
Background image

جوزجان ولايت کې له ۳۰ تنو د سيرت النبي ﷺ د سيالۍ نهايي ازموينه واخستل شوه

یک‌شنبه (۲۹ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) په جوزجان ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د اکټېډ موسسې په همکارۍ د سيرت النبي ﷺ د سيالۍ د ۹۰۰ ګډونوالو له منځه د ټاکل. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۳:۵
Background image

کندز کې د قرانکريم د نزول د ورځې د لمانځلو په مناسبت نندارتون جوړ شو

شنبه (۲۷د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د کندز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر او کلتور آمريت له لوري د قرانکريم د نزول د ورځې د لمانځنې په موخه د عامه کتابتون په تالار کې د قرانکريم. . .

BACK TO NEWS