د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین له کویټي پانګه‌وال او السایر شرکتونو له رئیس سره ولیدل

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۷
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال له کویټي پانګه‌وال او د السایر شرکتونو له رئیس محمد ناصر محمد السایر سره، په کابل کې ولیدل، چې په دې ناسته کې په کویټ کې د افغانستان سفیر مولوي محمد شفیق خطیب هم ګډون درلوده.
په دې لیدنه کې کویټي پانګه‌وال د افغانستان د ګرځندوی په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه.
مولوي قدرت‌الله جمال د نوموړي د پانګونې پلان هرکلی وکړ او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چمتو دی، چې د ګرځندوی په برخه کې د پانګونې لپاره اړینه همکاري ترسره او اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان د تاریخي مخینې، طبیعي منظرو، تاریخي ودانیو او لرغونو سیمو له پلوه پراخ ظرفیتونه لري او د ګرځندوی صنعت د پراختیا او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جذب په برخه کې دغه ظرفیتونه خورا مهم دي.
په هېواد کې د سراسري امنیت له ټینګښت او د ګرځندوی صنعت ته له پاملرنې سره د هېواد له طبیعي او تاریخي جاذبو څخه د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د لیدنې بهیر د زیاتېدو په حال کې دی.

۱۴۴۸/۳/۱۲ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د ازبکستان ډیپلوماټیک پلاوي له غزني ولایت څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان جمهوریت د سفارت مرستیال بهادر تاشمانوف، چې د دغه هېواد د مسلمانانو د ادارې مرستیال شیخ حامدجان ایشمت‌بیکوف یې هم ملتیا کوله، غزني ولایت ته د سفر په لړ کې د غزني له والي ملا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې له مسؤلینو سره د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې، د خبریالانو غوښتنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۵
Background image

غور کې د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره شوه

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د شعر او ادب د درناوي، د فرهنګي شتمنیو د پیاوړتیا او د بزګرانو د ملاتړ په موخه د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره کړه، چې پکې د سیمه‌ییزو ادارو. . .

BACK TO NEWS