پنجشېر کې ( د ځوانانو په بریا کې د علم او تقوا رول) تر سرلیک لاندې پروګرام ترسره شو

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۳:۴۰
...

د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري (د ځوانانو په بریا کې د علم او تقوا رول) تر سرلیک لاندې پروګرام د ځوانانو په شتون کې ترسره شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملک زاده ټینګار وکړ، چې ځوانان دې د علم ترلاسه کولو ترڅنګ تقوا ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو ریښتني بریاليتوبونو ته ورسیږي.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان د هېواد ستره پانګه ده، باید د علم او تقوا څخه په ګټې اخېستلو سره د خپل ژوند مسیر روښانه کړي.
نوموړي زیاته کړه؛ تقوا د زړه د روښانتیا او علم د هدایت وسیله ده، دا دواړه د دنیا او اخرت د سعادت وسیلې دي، چې د دې دوو ارزښتونو په ترویج کولو سره ټولنې ته روښانه راتلونکی ټاکل کیږي، ځوانان د دغو دوو ارزښتونو په ترلاسه کولو سره کولای شي، انساني کمال او پایښت لرونکې بریا ته ورسیږي.
همدا راز ګډونوالو ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د مننې ترڅنګ د داسې نورو پروګرامونو د جوړولو غوښتنه وکړه.


۱۴۴۷/۱/۴ هـ.ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS