پروان کې د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسئولینو سره د همږغۍ غونډه وشوه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۴:۳۱
بیل

پروان ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لورﻱ د ياد رياست د رئيس مولوي شمس الحق صديقي په مشرۍ د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو او د رسنيو له استازو سره د همږغۍ غونډه وشوه.
د غوندې په پيل کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر رحمت الله رحیمي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د غونډې موخې بیان کړې او ويې ويل: د همږغۍ د غونډو موخه د امارتي ادارو د مطبوعاتي مسؤلينو، خبريالانو او د رسنيو د استازو ترمنځ د ښې همږغۍ رامنځته کول او د اړيکو پياوړتیا، د امارتي ادارو د فعاليتونو او لاسته راوړنو خپرول او پر وخت اطلاعاتو ته لاسرسی درلودل دي.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الحق صديقي د خپلو خبرو په ترڅ کې رسنۍ او ټولنيزې شبکې په اوسني عصر کې د ټولنې لپاره د اطلاع رسونې مهمې وسيلې وبللې او ويې ويل: د رسنيو سم استعمال کولای شي، په ټولنه کې پرمختګ رامنځته کړي او د ديني، کلتوري او ټولنيزو ارزښتونو په ساتنه کې مرستندوی ثابت شي، باید له رسنيو څخه د مثبتو تبليغاتو او د اسلامي امارت د ملاتړ په موخه ګټه واخلو.
همدا راز د غونډې په ترڅ کې د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلينو او د رسنيو استازو هم په يو لړ رسنيزو مسايلو بحث وکړ او له يو بل سره يې د ښې همږغۍ او پياوړو اړيکو په درلودو ټينګار وکړ.

۱۴۴۶/۸/۱۸ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۹ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۵۴
Background image

د اطلاعاتو او کلتور رئيس د خُم‌ زرګر سیمې له مشرانو سره وکتل

د کاپیسا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي کریم‌الله وثیق د حصه اول کوهستان ولسوالۍ اړوند د خُم‌ زرګر سیمې له یو شمېر مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې د تاریخي آثارو د ساتنې او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۹:۲۱
Background image

نورستان کې د سیلانیانو لپاره د جوړیدونکي هوټل له چارو څخه څارنه وشوه

د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سميع الحق حق ‌بیان په مرکز پارون کې د سیلانیانو لپاره د جوړیدونکي هوټل د رغنيزو چارو څارنه وکړه، نوموړي د یاد هوټل چارې وڅارلې او د ساختماني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۰:۳۵
Background image

د اطلاعاتو او کلتور رئیس تورخم کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي چارې وڅېړلې

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح‌الله نوراني د تورخم عمري کمپ ته په سفر کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې او اړوند مدیریت فعالیتونه وڅېړل.
د ارزونې پر مهال د یادې. . .

BACK TO NEWS