واغز ولسوالۍ کې د کتاب لوستنې سیالۍ د ډاليو د وېش په موخه غونډه وشوه

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۸:۲۴
...

د غزني ولایت د واغز ولسوالۍ په هفت‌اسیاب منځني ښوونځي کې د "روژه لکه یوسف (علیه السلام)" تر سرلیک لاندې د کتاب لوستنې سیالۍ د جایزو وېش غونډه ترسره شوه.
یاده سیالي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو ریاست په مرسته او همږغۍ د روژې مبارکې مياشتې په ۲۹مه اخیستل شوې وه، چې لسګونو کسانو پکښې ګډون کړی و.
د سیالۍ مسؤول سیف‌المنصور غزنیوال وویل: د ازموینې له مخې لسو غوره ګډونوالو ته ډالۍ ورکړل شوې،  همداراز راغلو مېلمنو ته هم د "روژه لکه یوسف (ع)" کتاب یو ـ یو ټوک ډالۍ کړل شو.
د سیمې خلکو د دې علمي سیالۍ له جوړونکو مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې دا ډول ګټورې سيالۍ دې په راتلونکي کې نورې هم زیاتې شي.

 ۱۴۴۶/۱۰/۱۸ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS