واغز ولسوالۍ کې د کتاب لوستنې سیالۍ د ډاليو د وېش په موخه غونډه وشوه
د غزني ولایت د واغز ولسوالۍ په هفتاسیاب منځني ښوونځي کې د "روژه لکه یوسف (علیه السلام)" تر سرلیک لاندې د کتاب لوستنې سیالۍ د جایزو وېش غونډه ترسره شوه.
یاده سیالي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو ریاست په مرسته او همږغۍ د روژې مبارکې مياشتې په ۲۹مه اخیستل شوې وه، چې لسګونو کسانو پکښې ګډون کړی و.
د سیالۍ مسؤول سیفالمنصور غزنیوال وویل: د ازموینې له مخې لسو غوره ګډونوالو ته ډالۍ ورکړل شوې، همداراز راغلو مېلمنو ته هم د "روژه لکه یوسف (ع)" کتاب یو ـ یو ټوک ډالۍ کړل شو.
د سیمې خلکو د دې علمي سیالۍ له جوړونکو مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې دا ډول ګټورې سيالۍ دې په راتلونکي کې نورې هم زیاتې شي.
۱۴۴۶/۱۰/۱۸ ق
