هلمند کې د ځوانانو چارو آمريت د لوړو زده کړو موسسې مسؤلينو سره د همږغۍ ناسته وکړه

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۶:۵۴
khj

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر مولوي حیات الله یوسف او د اراکوزیا د خصوصي لوړو زده کړو موسسې مؤسس قدرت الله یعقوبي او د علمي چارو مرستیال محمد ولي ولي تر منځ د همږغۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کي دواړو لوریو له یو بل سره د همکاریو او د ځوانانو لپاره د لوړو زده کړو زمینې برابرولو باندې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې موافقه وشوه، چې په راتلوونکي کې به په یادې موسسې کې د هغو ځوانانو لپاره چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري ور معرفي کیږي، په تخفیف سره د شمولیت زمینه برابریږي، تر څو ځوانان وکولای شي، چي لوړو زده کړو ته بغیر له کومې ستونزې لاس رسی پیدا کړي.

۱۴۴۶/۲/۲۵ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۸ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ له تاریخي او سياحتي سیمو څخه لیدنه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مقام د دفتر رئیس مولوي احسان‌الله حسان د یو پلاوي په ملتیا د کاپيسا ولایت نجراب ولسوالۍ د سیلانیانو پر مخ د پرتو ستونزو د ارزونې په موخه د دې ولسوالۍ له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۳:۳۶
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرکزي ریاستونو د اجرائیه مدیرانو لپاره دری ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

شنبه، د ۱۴۴۶هـ ق د ذوالحجه الحرام ۲۴ نېټه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارې چارو معینیت اړوند د کارکوونکو چارو ریاست د ادارې د پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۳۰
Background image

پنجشېر کې د اسلامي نظام د ګټو او د اسلام له نظره د انسان د پیدایښت په اړه زده کړیز پروګرام جوړ شو

د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري (د اسلامي نظام د ګټو او د اسلام له نظره د انسان د پیدایښت) تر عنوان لاندې یو ورځنۍ زده کړیز پروګرام د دې ولایت لسګونو ځوانانو په شتون کې. . .

BACK TO NEWS