هلمند کې د امام ابوحنیفه رحمه الله علیه د کتاب سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د الرباط فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د امام ابوحنیفه رحمه الله علیه د کتاب سیالۍ ۲۰ تنه مخکښ ګډونوال وستایل شول.
د الرباط فکري او فرهنګي ادارې استازي ښاغلي محب الرسول وویل: دا ډول سیالۍ د امام ابوحنیفه رحمه الله علیه د مذهب، د هغه د ژوند او تګلارې د زده کولو لپاره خورا اړینې دي، اسلامي امارت د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه د مذهب ساتلو لپاره کلک هوډ لري، د الرباط فکري او فرهنګي ادارې استازي ژمنه وکړه، چي دا ډول سیالۍ به لازیاتې جوړې کړي، تر څو زموږ ټولنه د امام ابوحنیفه رحمه الله علیه د ژوند او مذهب څخه لا ښه خبر شي.
دغه راز د ځوانانو چارو آمر وویل: د یادې سیالۍ موخه له حنفي مذهب څخه د ځوانانو لا ښه خبرول، د د اسلامي نظام په اړه د ځوانانو د معلوماتو زیاتول او له دښمنانو څخه د حنفي مذهب ساتنه ده، تر څو ځوانان د خپل مذهب په اړه هر اړخیز معلومات تر لاسه کړي او کلکه دفاع یې وکړي.
د ځوانانو چارو آمر زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې کوي، ترڅو ځوانانو ته د علم په برخه کي تر دې زیات خدمت وکړي او د ځوانانو د پوهې کچه لا لوړه شي.
د یادونې وړ ده، چې د سیالۍ لومړي او دوهم مقام ګټونکو ته کمپیوټرونه، دریم، څلورم او پنځم مقام ګټونکو ته لاسي ساعتونه، پنځلس تنو نورو مخکښو ګډونوالو او د سیالۍ تنظیموونکو ته بېلابېل مادي او معنوي ډالۍ وویشل شوې.
۱۴۴۷/۶/۱۲ هـ ق
