هلمند کې د امام ابوحنیفه رحمه الله علیه د کتاب سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۱:۲۹
..

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د الرباط فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د امام ابوحنیفه رحمه الله علیه د کتاب سیالۍ ۲۰ تنه مخکښ ګډونوال وستایل شول.
د الرباط فکري او فرهنګي ادارې استازي ښاغلي محب الرسول وویل: دا ډول سیالۍ د امام ابوحنیفه رحمه الله علیه د مذهب، د هغه د ژوند او تګلارې د زده کولو لپاره خورا اړینې دي، اسلامي امارت د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه د مذهب ساتلو لپاره کلک هوډ لري، د الرباط فکري او فرهنګي ادارې استازي ژمنه وکړه، چي دا ډول سیالۍ به لازیاتې جوړې کړي، تر څو زموږ ټولنه د امام ابوحنیفه رحمه الله علیه د ژوند او مذهب څخه لا ښه خبر شي.
دغه راز د ځوانانو چارو آمر وویل:  د یادې سیالۍ موخه له حنفي مذهب څخه د ځوانانو لا ښه خبرول، د د اسلامي نظام  په اړه د ځوانانو د معلوماتو زیاتول او له دښمنانو څخه د حنفي مذهب ساتنه ده، تر څو ځوانان د خپل مذهب په اړه هر اړخیز معلومات تر لاسه کړي او کلکه دفاع یې وکړي. 
د ځوانانو چارو آمر زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې کوي، ترڅو ځوانانو ته د علم په برخه کي تر دې زیات خدمت وکړي او د ځوانانو د پوهې کچه لا لوړه شي.
د یادونې وړ ده، چې د سیالۍ لومړي او دوهم مقام ګټونکو ته کمپیوټرونه، دریم، څلورم او پنځم مقام ګټونکو ته لاسي ساعتونه، پنځلس تنو نورو مخکښو ګډونوالو او د سیالۍ تنظیموونکو ته بېلابېل مادي او معنوي ډالۍ وویشل شوې.

۱۴۴۷/۶/۱۲ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۸
Background image

برگزاری نمایشگاه یک روزهٔ کتاب در ارزگان

ریاست اطلاعات و فرهنگ ارزگان به هدف تقویت فرهنگ مطالعه، رشد فکری نسل جوان و جلب توجه بیشتر به ارزش کتاب، نمایشگاه یک‌روزه کتاب را برگزار کرد. در این نمایشگاه، علاوه‌بر مسوولان برخی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۵۴
Background image

کتاب‌خانه‌‌عامهٔ جدید در سانچارک ساخته می‌شود

رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت سرپل در سفرش به ولسوالی سانچارک، زمین اعمار یک کتاب‌خانه عامه معیاری را در مرکز قریه تکزار تثبیت و به‌گونه رسمی تسلیم گرفت. این زمین به مساحت ۶۰۰ متر مربع با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۲
Background image

مطبعه ریاست اطلاعات و فرهنگ پنجشیر دوباره فعال می‌شود

مفتی عبدالعلیم ځانواک رییس نگارش قرآن‌کریم و انتشارات کتب بیهقی وزارت اطلاعات و فرهنگ در رأس یک هیأت به ولایت پنجشیر سفر کرد و ضمن دیدار با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت از. . .

BACK TO NEWS