هرات کې د ځوانانو د وړتیا لوړولو روزنیز سمینار ترسره شو
د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست او د عروج څيړنيزې او خپرنيزې ادارې په همږغۍ د ځوانانو د وړتيا لوړولو روزنيز سمينار ترسره کړ، چې پکښې لسګونه تنو ځوانانو، محصلينو، فرهنګيانو او رسنيزو فعالانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمدالله متقي د سمینار د پای ته رسېدو پر مهال د عروج څيړنيزې او خپرنيزې ادارې له لوري د دا ډول پروګرامونو د ترسره کېدو ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا ډول سمینارونه د ځوانانو د علمي او رسنیزو وړتیاوو د لوړولو لپاره مهم رول لري.
د عروج څيړنيزې او خپرنيزې ادارې مسؤلینو وویل: د دې سمینار اساسي موخه دا ده، چې د هرات ځوانان د علمي او رسنیزو برخو لپاره لا پیاوړي شي او د دوی استعدادونه لا ښه وده وکړي.
د سمینار ګډونوالو هم د دا ډول سمینارونو د ارزښت یادونه وکړه، دا یې د زده کړې او مهارتونو د پراخولو لپاره ښه فرصت وباله او غوښتنه یې وکړه، چې دا ډول پروګرامونه دې دوام ومومي.
د یادونې وړ ده، چې د سمينار په پای کې ګډونوالو ته ستاينليکونه هم ووېشل شول.
۱۴۴۶/۹/۱۸ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۸ ل
