هرات کې د شعر، ادب او ترنم ښوونيز سمينار ترسره شو

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۴:۷
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معينيت اړوند د ترنم او ترانو رياست له لوري د اطلاعاتو او کلتور رياست په همکارۍ په هرات ولايت کې د زون په کچه د شعر، ادب او ترنم ښوونيز سمينار او مشاعره  ترسره شول.
ياد سمينار او مشاعره کې د زون په کچه شاعرانو، اديبانو، استادانو او مسؤلينو ګډون کړی و، چې پکښې د شعر، ادب او ترنم په اړه معلومات شريک شول.
د ترنم او ترانو رياست رئيس مولوي امان الله مستغفر د سمينار په اړه وویل: هڅه کوي، تر څو په ټول هېواد کې د شاعرانو او اديبانو ترمنځ همږغي رامنځته کړي او شعر او ترنم ته د ادب په چوکاټ کې په مسلکي ډول پراختيا ورکړي.
همدا راز د مشاعرې په برخه کې هغه شاعرانو ته چې غوره شعرونه يې ويلي وو، د ترنم او ترانو رياست له لوري ستاينليکونه ورکړل شول.

۱۴۴۶/۵/۱۸ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۳۰ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS