نیمروز کې د رسنیو له مسؤولینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه
تېره ورځ د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ياد ولايت د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه د اطلاعاتو او کلتور رياست د غونډو په تالار کې د ياد رياست د رئيس مفتي حبيب الله الهام، د ولايت مقام مطبوعاتي مسؤول رحيم الله ساجد او د غږيزو او انځوريزو رسنيو د مسؤولينو او خبريالانو په شتون کې ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس، الحاج مفتي حبيبالله "الهام" ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دې غونډې موخه د رسنيو له لوري د سرغړونو مخنيوى، د هغوى د ستونزو اورېدل او ورته رسیدګي کول یاد کړل او همدا راز یې د رسنیو د فعالیت د جواز په ترلاسه کولو او د هغه پر تمدید ټینګار وکړ.
ښاغلي الهام د رسنیو مسؤولینو او خبريالانو ته وویل: دا چې د افغانیو د ترویج لپاره کار کول، یوه ملي وجیبه ده، نو له همدې امله د رسنیو مسؤولین او خبریالان باید د بهرنیو اسعارو د بندیز او د اعلاناتي تابلوګانو څخه د پردیو کلماتو په اصلاح کې د عامه پوهاوي د پروګرامونو په جوړولو سره خپل مطبوعاتي رسالت ترسره کړي، او همدا راز خبریالان د ملي ګټو، افغاني کلتور او ارزښتونو په پام کې نیولو سره د خبرونو او راپورونو چمتو کولو کې د بهرنیو کلمو له کارولو څخه ډډه وکړي، نوموړي د رسنیو مسٶولينو او خبریالانو سره د هراړخیزو همکاریو او همغږۍ د رامنځته کولو ژمنه وکړه.
خبريالانو او د رسنیو استازو د اطلاعاتو او کلتور له رياست او امارتي مطبوعاتي مسؤولینو څخه د رسنيو سره د ښو همکاریو او اړیکو له امله مننه وکړه او ورته ناستې یې مهمې وګڼلې.
۱۴۴۵/۶/۲۰ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۱۲ هـ ش
