نیمروز کې د رسنیو له مسؤولینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

wares_admin
خميس, يناير 04 2024 1:27 مساء
....

تېره ورځ د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ياد ولايت د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه د اطلاعاتو او کلتور رياست د غونډو په تالار کې د ياد رياست د رئيس مفتي حبيب الله الهام، د ولايت مقام مطبوعاتي مسؤول رحيم الله ساجد او د غږيزو او انځوريزو رسنيو د مسؤولينو او خبريالانو په شتون کې ترسره شوه.
  د اطلاعاتو او کلتور رئيس، الحاج مفتي حبيب‌الله "الهام" ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دې غونډې موخه د رسنيو له لوري د سرغړونو مخنيوى، د هغوى د ستونزو اورېدل او ورته رسیدګي کول یاد کړل او همدا راز یې د رسنیو د فعالیت د جواز په ترلاسه کولو او د هغه پر تمدید ټینګار وکړ.
ښاغلي الهام د رسنیو مسؤولینو او خبريالانو ته وویل: دا چې د افغانیو د ترویج لپاره کار کول، یوه ملي وجیبه ده، نو له همدې امله د رسنیو مسؤولین او خبریالان باید د بهرنیو اسعارو د بندیز او د اعلاناتي تابلوګانو څخه د پردیو کلماتو په اصلاح کې د عامه پوهاوي د پروګرامونو په جوړولو سره خپل مطبوعاتي رسالت ترسره کړي، او همدا راز خبریالان د ملي ګټو، افغاني کلتور او ارزښتونو په پام کې نیولو سره د خبرونو او راپورونو چمتو کولو کې  د بهرنیو کلمو له کارولو څخه ډډه وکړي، نوموړي د رسنیو مسٶولينو او خبریالانو سره د هراړخیزو همکاریو او همغږۍ د رامنځته کولو ژمنه وکړه.
خبريالانو او د رسنیو استازو د اطلاعاتو او کلتور له رياست او امارتي مطبوعاتي مسؤولینو  څخه د رسنيو سره د ښو همکاریو او اړیکو له امله مننه وکړه او ورته ناستې یې مهمې وګڼلې.
۱۴۴۵/۶/۲۰ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۱۲ هـ ش

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, يونيو 09 2026 2:32 مساء
Background image

انعقاد الاجتماع التشاوريّ للجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلاني

عُقد الاجتماعُ التشاوريُّ للجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية برئاسة نائب الوزيرالإعلام والثقافة لشؤون النشر، السيد مهاجر فراهي.
وناقش أعضاء اللجنة خلال الاجتماع عددًا من الموضوعات. . .

اثنين, يونيو 08 2026 1:25 مساء
Background image

انعقاد الجلسة الدورية للجنة تقييم الكتب

 يوم الاثنين الموافق 22 من ذي الحجة الحرام 1447هـ،  عقدت الجلسةُ الدورية للجنة تقييم الكتب التابعة لوكالة شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة.
وفي مستهل الجلسة، قدّم أمين اللجنة تقريرًا. . .

اثنين, يونيو 08 2026 10:50 صباحا
Background image

تكريم الفائزين الأوائل في المسابقة الخاصة بالمرسوم رقم (١٧)

نظّمت رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية كابيسا، بالتعاون مع مؤسسة تنوير الفكرية والثقافية، مسابقةً حول المرسوم رقم (١٧) الصادر عن -أمير- المؤمنين (حفظه الله ورعاه)، شارك فيها ألفُ طالبٍ. . .

BACK TO NEWS