میدان وردګو کې د عمر راډیو په نوم یوې راډیو نشرات پیل کړل

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۸
..

د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې عمر راډیو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپلې خپرونې پیل کړې.
د عمر راډیو مسؤل حکمت الله الیاس وویل: د رسنیو مسؤولیت یوازې خبر رسول نه دي، بلکې د پوهاوي لوړول، د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتنه او د ټولنې د پرمختګ لپاره کار کول هم د رسنیو اساسي دنده ده. نوموړي زیاته کړه، چې عمر راډیو به د متوازنو او ګټورو خپرونو له لارې د ولس غږ تر مسؤلینو ورسوي او د حکومت او ولس ترمنځ به د باور او همغږۍ فضاء د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.
همدا راز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب الله مجاهد وویل: رسنۍ د ټولنې د فکري ودې، عامه پوهاوي او سالمو ارزښتونو د ترویج مهم بنسټونه دي. نوموړي زیاته کړه، چې د عمر راډیو پرانیسته د میدان وردګ ولایت لپاره یو مهم رسنیز پرمختګ دی او کولای شي، چې د اسلامي، علمي او فرهنګي خپرونو له لارې د ولس په پوهاوي او روزنه کې اغیزمن رول ولوبوي. 
ښاغلي مجاهد د اسلام له نظره د ژورنالیزم پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: چې رسنۍ د نننۍ ټولنې لپاره د ښوونیزو مرکزونو حیثیت لري. 
د یادونې وړ ده، چې عمر راډیو به د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ څخه په څلوریشتو ساعتونو کې ۱۵ ساعتونو لپاره خپل نشرات ترسره کوي.

۱۴۴۷/۱۲/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱۶
Background image

فراه کې د سلګونو تنو نظامي او ملکي شهیدانو د ژوند او خاطرو په اړه معلومات راټول شول 

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلين وایې؛ چې د نظامي شهیدانو د معلوماتو د راټولولو او ثبت بهیر په دوام د دغه ریاست مسؤلینو په پشترود او خاکسفيد ولسوالیو کې له یو شمیر قومي مخورو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۷
Background image

له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره شوې

د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الله زبیر په مشرۍ یو پلاوي د دوه ورځو په لړ کې د کابل ولایت ټولو ولسوالیو ته سفر وکړ او د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۳
Background image

په ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس او نظام ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وشو

د بغلان والي مولوي عبدالله مختار د ولایت مقام په مېلمستون کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو، د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په لیدنه کې، د ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس. . .

BACK TO NEWS