میدان وردګو کې د رواش فرهنګي، علمي او دودیزه مېله ولمانځل شوه 

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۳۳
..

د میدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د بهسودو ولسوالۍ په یوه تفریحي سیمه کې د رواش په نوم فرهنګي، علمي او دودیزه مېله د یو لړ فرهنګي، ادبي او ورزشي مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت والي ملا خیرالله خیرخواه، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب‌الله مجاهد، د علماوو شورا رئیس شیخ‌ القران والحدیث عبدالهادي فضلي، د امارتي ادارو مسؤلینو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر ولسي خلکو  ګډون کړی و.
د میدان وردګو ولایت والي ملا خیرالله خیرخواه د سیمه‌ ییزو فرهنګي پروګرامونو ارزښت ته په اشارې سره وویل: د دا ډول پروګرامونو جوړول د ولسونو ترمنځ د یووالي، فرهنګي ودې او اقتصادي پیاوړتیا لامل ګرځي.
په غونډه کې د علماوو شورا رئیس شیخ‌ القران والحدیث عبدالهادي فضلي هم د فرهنګي ارزښتونو ساتنه د ټولنې مهمه اړتیا وبلله او ددې ترڅنګ یې د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) د اوولسمې ګڼې فرمان مهمې برخې د عامه پوهاوي په موخه له گډونوالو سره شریکې کړې، نوموړي له خلکو څخه وغوښتل چې د ناوړه دودونو مخه ونیسی. 
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب‌الله مجاهد وویل: فرهنګي مېلې د سیمې  طبیعي ښکلاوې د کورنیو محصولاتو د معرفۍ او بازارموندنې په برخه کې ارزښتناک رول لري او زموږ هڅه دا ده، چې دا ډول پروګرامونه لا پراخه کړو. 
د ښاغلي مجاهد په وینا د دغې غونډې جوړولو څخه موخه ۱۷مې ګڼې فرمان تر خلکو پورې رسول دي، تر څو ناوړه دودونه په ټولنه کي له منځه لاړ شی.  
د مراسمو په وروستۍ برخه کې شاعرانو او ترنم ویونکو خپل شعرونه او ترانې وړاندې کړې او ورزشکارانو بېلابېل ورزشي نمایشونه هم ترسره کړل.
د یادونې وړ ده، چې د رواش فرهنګي، علمي او دودیزه مېله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته پیل شوې، د رواش دا څلورمه لمانځغونډه ده، چې په بهسودو ولسوالۍ کې جوړیږي د امارتي ادارو مسؤلینو ترڅنګ ګڼ شمیر ولسي خلک هم پکې ګډون کوي.

۱۴۴۷/۱۲/۴ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۴۵
Background image

غزني کې د یو شمېر ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د پوهنې ریاست په همغږۍ د اسلامي ثقافت په مرکز کې د دې ولایت یو شمېر امارتي او خصوصي ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته یو ورځنی علمي او فرهنګي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۱۱
Background image

زابل کې ادبي مشاعره ترسره شوه

زابل کې د زمري ۲۴مې او ۲۸مې د (خپلواکۍ) ورځو په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په انګړ کې ادبي مشاعره ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر وايي؛ چې یاده مشاعره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۸:۰
Background image

د فرهنګ او هنر معین د کابل له بالاحصار تاریخي سیمې څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د تاریخي آبداتو د ساتنې او بیارغونې رئیس انجنیر محمد حسیب نسیمي، د لرغون پیژندنې رئیس مولوي سید ذبیح‌الله سادات، د ملي. . .

BACK TO NEWS