محمد طاهر زهير: د بريښنايي تذکرو وېش له نړېوالې ټولنې سره د حکومت د ژمنو يوه برخه ده

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۲ - ۹:۵۹
محمد طاهر زهير: د بريښنايي تذکرو وېش له نړېوالې ټولنې سره د حکومت د ژمنو يوه برخه ده

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکو ته د بريښنايي تذکرو د ويشلو بهير نن پاى ته ورسېد. د باختر اژانس د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير وويل چې د بريښنايي تذکرو ويشل يو ملي بهير او له نړيوالې تولنې سره د حکومت د ژمنو يوه برخه ده. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست زياته کړه چې بريښنايي تذکرې په ښې حکومتوالى، رڼو انتخاباتو او له فساد سره په مبارزه کې مهم رول لري. محمد طاهر زهير زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يو شمېر کارکوونکو د تخنيکي ستونزو له امله بريښنايي تذکرې نه دي ترلاسه کړي او کولاى شي په راتلونکې دوره کې تذکرې ترلاسه کړي. د غونډې په پاى کې د احصاييې د مرکزي ادارې کارکوونکو ته چې د بريښنايي تذکرو په ويشلو کې يې همکارى کړې وه د مننې لوحه ورکړ شوه.

کابل / د لړم ١٢مه / باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۲:۲
Background image

کندهار کې د استاد محمد معصوم هوتک د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ ستاينغونډه جوړه شوه

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي، میرویس نیکه پوهنتون او کندهار تحقیقاتي مرکز په همکارۍ د احمد شاه بابا په تاریخي کور کې د نومیالي ليکوال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د فیروزکوه موسسې مسؤلینو د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره د همغږۍ ناسته وکړه

د فیروزکوه نړیوالې موسسې عمومي رئیس هري وارډل، په افغانستان کې د دغې موسسې رئیسې او د شش پل کاروان‌سرای د بیارغونې پروژې مسؤل د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس قاري سید مصطفی صالح سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۶
Background image

کاپیسا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د مرکز اړوند د ښوونځیو او مدرسو ۶۰۰. . .

BACK TO NEWS