لوګر کې د ولایتي ادارې مطبوعاتي مسؤلینو او خبریالانو ته روزنيز سمينار جوړ شو

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۲:۲۴
..

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ولایتي ادارې ٤٠ تنه مطبوعاتي مسؤلینو او خبریالانو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي او معیاري خبرلیکنې په نوم رونیز سمینار جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس  رفیع الله صمیم د داسې روزنیز برنامو جوړول، ټولنې ته د منظم او پر وخت معلوماتو رسولو کې مهم یاد کړ او د ولایتي ادارې له مطبوعاتي مسؤولینو څخه يې غوښتنه وکړه، تر څو د خپلو اړوندو ادارو د لاسته راوړنو په ښه انعکاس کې ورڅخه پوره ګټه واخلي.
ورته وخت کې د ولایت مقام ویاند صدیق احمد صدیقي او د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسؤل فهیم الله لودین د دا ډول سمینارونو جوړول اطلاعاتو ته د لاسرسي او د ولایت په کچه د روانو چارو ښه انعکاس کې اغیزناک یاد کړل او غوښتنه یې وکړه، چې دا لړۍ دې جاري وساتل شي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد سمینار روزنیزه برخه د خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسؤول خان ولي احمدزي او د زینت راډیو د خپرونو مدیر شفیع الله افغان زي له لوري د پرزنټېشن په ډول وړاندې شو.

۱۴۴۶/۳/۲۳ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۵ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۳۰
Background image

پنجشېر کې د اسلامي نظام د ګټو او د اسلام له نظره د انسان د پیدایښت په اړه زده کړیز پروګرام جوړ شو

د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري (د اسلامي نظام د ګټو او د اسلام له نظره د انسان د پیدایښت) تر عنوان لاندې یو ورځنۍ زده کړیز پروګرام د دې ولایت لسګونو ځوانانو په شتون کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۲۰
Background image

د ضحاک لرغونې ښار څخه لیدنه ترسره شوه

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري سید مصطفی صالح د ضحاک لرغونې ښار څخه د عمومي حالت څیړلو په موخه لیدنه وکړه.
قاري سید مصطفی صالح وویل، چې د دغه ښار د مرمت کارۍ دویم فاز چارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۰:۵۸
Background image

د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو د نورستان اطلاعاتو او کلتور رئیس سره وکتل

د کابل پوهنتون لرغون پېژندنې څانګې یو شمېر استادانو او محصلینو د پوهاند عصمت الله عثماني په مشري نورستان ولایت ته د علمي سفر په ترڅ کې ددې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس سره وکتل.
پوهان. . .

BACK TO NEWS