لوګر، بغلان، بدخشان او غور ولایتونو کې د سېلاب ځپلو لپاره د مرستي صندوقونه ايښودل شوي دي

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۸
…

شنبه ( ۲ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هلو ځلو د دې ولایت د ولسونو په ګډه همکاري په بغلان، بدخشان او غور  ولایتونو کې د وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو له امله زیانمن شویو کورنیو سره د همدردۍ او غمشریکۍ په موخه پل علم ښار اړوند د ښاروالۍ څلور لارې کې د مرستې  راټولو صندوقونه ايښودل شوي وه.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر د یادو ولایتونو د شهیدانو کورنیو ته تسلیت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا غوښتنه وکړه او ترڅنګ یې د لوګر په ټولو خیریه بنسټونو او ولسونو غږ وکړ، چې د خپل وس مطابق له خپلو هېواد والو سره مرستې ته راودانګي.

د نوموړي په وینا؛ د مرستې راټولو دغه کمپاین به درې ورځې دوام وکړي، چې راټولي شوي مرستې به د یوې کمیټې له خوا تر زیانمنو کورنیو ورسیږي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د لوګر د ولسونو لخوا هرات او بادغیس ولایتونو زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې په موخه صندوقونه ايښودل شوي وو.

۲۰۲۴/۵/۱۱ ميلادي 
۱۴۰۳/۲/۲۲ ھ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS