له فعالو او فرهنګي ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د خوست ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو د یاد ولايت له فعالو او فرهنګي ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر وویل: د همغږۍ په یاده ناسته کې له ځوانانو سره د افغان کلتور او ملي ارزښتونو د پیاوړتیا پر لارو چارو بحث وشو.
د ناستې په لړ کې د ځوانانو ستونزو او وړاندیزونو اوریدو ترڅنګ د افغان کلتور او ملي ارزښتونو د ساتنې او پیاوړتیا په موخه د ځوانانو نظر واوریدل شول.
د ځوانانو چارو آمر د ځوانانو د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو ډاډ څرګندولو ترڅنګ له ځوانانو څخه وغوښتل، چې د اصیل افغاني کلتور د ودې، پیاوړتیا او ساتنې لپاره ګډ کار وکړي د افغان کلتور بنسټیز ارزښتونه باید ژوندی وساتل شي.
۱۴۴۷/۵/۱۸ هـ ق
