له ساقي‌ بايي تاريخي مسجد څخه لیدنه وشوه

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۲ - ۱۳:۲۱
asdfg

 د کندوز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ګل محمد الیاس او د هنر او کلتور آمر احمد جاوید رنجبر په ياد ولايت کې د ساقي بايي له تاريخي مسجد څخه ليدنه وکړه او د مسجد وضعيت يې له نږدې وارزوو.
ښاغلي الیاس وويل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلیت دی، تر څو له تاريخي او لرغونو سیمو څخه وخت په وخت څارنه او ارزونه وکړي، دغه مسجد ‌یوازې تاريخي بڼه نه لري، بلکې یو سپېڅلی ځای هم دی، نوموړي د سيمې له اوسيدونکو غوښتنه وکړه، چې هیچا ته اجازه ور نه کړي، چې تاريخي سیمو ته ضرر ورسوي. 
د مسؤلينو په وينا؛ د دغه تاريخي مسجد د بیارغونې لپاره به د اطلاعاتو او کلتور وزارت مقام سره خبرې وشي. 
د يادونې وړ ده، چې د ساقي‌ بايي مسجد شاوخوا ۵۰۰ کاله مخينه لري، همدا راز په کندوز ولايت کې ۳۰ تاريخي سیمې او آبدې شتون لري، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره ثبت شوي دي. 

۱۴۴۶/۶/۱۰ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۲۲ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۴۹
Background image

هرات کې د هنري آثارو نندارتون جوړ شو

د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ د خطاطانو ټولنې په علامه سلجوقي تالار کې د هنري آثارو نندارتون جوړ کړ.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر آمر وايي: نندارې ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۳۳
Background image

فاریاب کې سلګونه ځوانانو ته د وړیا زده کړو نوې دوره پيل شوه

د فاریاب ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت د دغه ولایت له ۲۰۰ څخه زیاتو ځوانانو ته د وړیا علمي او مهارتي زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۹
Background image

ګرشک کې د ځوانانو د فکري انحراف د مخنیوي اړوند یو ورځنی سمینار تر سره شو

د هلمند لایت ګرشک ولسوالۍ د ابو الفتح بستي منځني ښوونځي کې د الرباط فکري او فرهنګي ادارې له لوري د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې ریاستونو په ګډه همږغۍ د یاد ښوونځي ښوونکو، زده کوونکو او. . .

BACK TO NEWS