له ساقي بايي تاريخي مسجد څخه لیدنه وشوه

د کندوز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ګل محمد الیاس او د هنر او کلتور آمر احمد جاوید رنجبر په ياد ولايت کې د ساقي بايي له تاريخي مسجد څخه ليدنه وکړه او د مسجد وضعيت يې له نږدې وارزوو.
ښاغلي الیاس وويل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلیت دی، تر څو له تاريخي او لرغونو سیمو څخه وخت په وخت څارنه او ارزونه وکړي، دغه مسجد یوازې تاريخي بڼه نه لري، بلکې یو سپېڅلی ځای هم دی، نوموړي د سيمې له اوسيدونکو غوښتنه وکړه، چې هیچا ته اجازه ور نه کړي، چې تاريخي سیمو ته ضرر ورسوي.
د مسؤلينو په وينا؛ د دغه تاريخي مسجد د بیارغونې لپاره به د اطلاعاتو او کلتور وزارت مقام سره خبرې وشي.
د يادونې وړ ده، چې د ساقي بايي مسجد شاوخوا ۵۰۰ کاله مخينه لري، همدا راز په کندوز ولايت کې ۳۰ تاريخي سیمې او آبدې شتون لري، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره ثبت شوي دي.
۱۴۴۶/۶/۱۰ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۲۲ هـ ل