له خبریالانو او ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه
د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټي په ګډه د خبریالانو او یو شمېر ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وکړه، په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي احمد مختار، د اطلاعاتو او ملي راډیو ټلوېزیون آمرینو، د امارتي ادارو ویاندویانو، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي مسؤل او یو شمېر خبریالانو ګډون کړی و.
د غونډې پر مهال د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي مسؤل وویل: د غونډې موخه د خبریالانو او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ لا پیاوړتیا ده، د خبریالانو لپاره د یو ورځني روزنیزې ناستې ترڅنګ، د خصوصي رسنیو د ملاتړ په موخه به خصوصي راډیوګانو ته د مشرتابه د ۱۷ مې ګڼې فرمان د مادو په اړه خپرونې او اعلانونه ورکړل شي.
د ولايت مقام وياند د ملي راډیو ټلوېزیون آمر او د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست مطبوعاتي مسئول د خپلو خبرو پر مهال د رسنیو او دولتي ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ. دوی د رسنیو له لارې د ادارو د فعالیتونو د خپرولو او د نویو خبریالانو او افتخاري کارکوونکو د روزنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
همدا راز د اطلاعاتو آمر وویل: د دولتي ادارو د نشراتي مسؤلینو لپاره د روزنیز سیمینار پلان لري او له ویاندویانو سره یې هم د همغږۍ بېلابېلې ناستې ترسره کړې دي.
د غونډې په پای کې مولوي احمد مختار د خپلو خبرو پرمهال وویل: ټولې ادارې د یوې ګډې موخې لپاره کار کوي او د ټولو ترمنځ همغږي مهمه ده، نوموړي زیاته کړه؛ د نویو ځوانو خبریالانو او افتخاري کارکوونکو لپاره به جلا روزنیز سیمینار جوړ شي، ښاغلي مختار همدارنګه د باکیفیته راپورونو پر چمتو کولو ټینګار وکړ او ویې ویل: چې د ادارو فعالیتونه او لاسته راوړنې باید په ښه ډول تر خلکو ورسېږي.
۱۴۴۸/۶/۱۸ هـ ق
