د فرهنګ او هنر معین په افغانستان کې د آغاخان د فرهنګي خدمتونو د مؤسسې له مشر سره وکتل

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۵:۱۸
..

د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي او د آغاخان د فرهنګي موسسې مشر اجمل میوندي ترمنځ د فرهنګي همکاریو په اړه لیدنه ترسره شوه، په دې لیدنه کې په کندهار کې د یو شمېر تاریخي او فرهنګي آبدو د بیارغونې د مخچارو(پروژو) په اړه هراړخیزې خبرې وشوې او د تاریخي میراثونو د ارزښت او د هغو د بیارغونې د څرنګوالي په اړه نظرونه تبادله شول.
د خبرو مهمه برخه د احمدشاه بابا د کور د بیارغونې پروژې ته ځانګړې شوې وه. په دې برخه کې د یاد تاریخي کور د رغولو، د هغه د تاریخي او معماري ارزښت د ساتنې او د راتلونکو نسلونو لپاره د دې تاریخي میراث د خوندي کولو پر اړتیا خبرې وشوې. همدارنګه، د احمدشاه بابا د مقبرې او تاریخي بڼ د بیارغونې او سمسورتیا پروژه هم د بحث یوه مهمه موضوع وه. دواړو لورو د دې تاریخي ځای د ساتنې او رغونې پر اهمیت خبرې وکړې او د دې ارزښتمن تاریخي میراث د بیا احیا په اړه یې خپل نظرونه شریک کړل.
په دې لیدنه کې د خبرو بل اساسي محور د ملالۍ میوندې د مقبرې د بیارغونې موضوع وه چې د شیخ عبدالرحمن طیبي له خوا مطرح شوه او د دې مقبرې د رغولو اړتیا او د شهیدې ملالې میوندۍ په کارنامو او اغېزو یې خبرې وکړي او د سیمې د خلکو اساسي غوښتنه یې مطرح کړه. د یادې مقبرې د تاریخي ارزښت په پام کې نیولو سره، د هغې د رغولو او شاوخوا سیمې ته د فرهنګي بڼې ورکولو په اړه بحث وشو.
د کندهار د نساجۍ فابریکې د تاریخي آبدو د بیارغونې پروژه هم د خبرو یوه بله مهمه برخه وه. د آغاخان د فرهنګي مؤسسې مشر اجمل میوندي په دې برخه کې وویل: چې د دې فابریکې تاریخي ودانۍ دې یوازې د یوې تاریخي ودانۍ په توګه ونه ساتل شي، بلکې د بیارغونې تر څنګ به موږ په کې د هنري او حرفوي زده کړو هم رامنځته کړو، څو د سیمې ځوانان په کې د هنرونو او نورو حرفوي برخو بېلابېلې زده کړې وکړي.
همدارنګه په دې لیدنه کې د فرهنګ او هنر معینیت دا موضوع مطرح کړه چې د ملالۍ میوندې د مقبرې ترڅنګ دې یو فرهنګي مرکز جوړ شي، څو د سیمې د اوسېدونکو، په ځانګړي ډول ځوانانو، لپاره د زده کړې، فکري اصلاح، اقتصادي پیاوړتیا، مطالعې او فرهنګي فعالیتونو مناسب چاپېریال برابر شي. د دې مرکز په طرحه کې د کتابتون، موزیم او نورو اړوندو فرهنګي برنامو جوړول هم شامل دي.چې دغه فرهنګي مرکز به د غونډو، علمي بحثونو، ادبي ناستو او نورو فرهنګي برنامو لپاره هم ځانګړي ځایونه ولري، څو د سیمې ځوانان وکولای شي خپلې فرهنګي، زده کړیزې او حرفوي وړتیاوې پیاوړې کړي.
بل لور ته، د آغاخان د فرهنګي موسسې مشر د فرهنګ او هنر معین ته ډاډ ورکړ چې د یادو تاریخي آبدو د بیارغونې او فرهنګي او هنري مرکزونو د جوړولو په برخو کې به وخت او لومړیتوبونو ته په کتو پوره همکاري وکړي. د دې خبرو موخه د کندهار د تاریخي میراثونو ساتنه، د فرهنګي او ښوونیزو فرصتونو پراختیا او د تاریخي ځایونو په فعالو فرهنګي مرکزونو بدلول و. په پای که د آغاخان فرهنګي خدمتونو مؤسسې مشر د فرهنګ او هنر معین له همکارۍ او ملاتړ مننه وکړه او په فرهنګي او هنري برخو او په ځانګړې توګه د تاریخي ابدو د رغونې په برخې کې دده د هڅو او پاملرنې ستاینه وکړه او په دې برخو کې یې په راتلونکې کې د لا ډېرو همکاریو او د مخچارو د رامنځته کولو ژمنه هم وکړه.
١٤٤٨/٦/١٨ه ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۵:۱۸
Background image

د فرهنګ او هنر معین په افغانستان کې د آغاخان د فرهنګي خدمتونو د مؤسسې له مشر سره وکتل

د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي او د آغاخان د فرهنګي موسسې مشر اجمل میوندي ترمنځ د فرهنګي همکاریو په اړه لیدنه ترسره شوه، په دې لیدنه کې په کندهار کې د یو شمېر تاریخي او فرهنګي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۴:۱۱
Background image

له خبریالانو او ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټي  په ګډه د خبریالانو او یو شمېر ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وکړه، په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د ټولنې د پرمختګ په موخه د همغږۍ میاشتنی ناسته وشوه

د دایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ارتباط دفتر مؤسسې په همکارۍ د ټولنې د پرمختګ په موخه د همغږۍ میاشتنۍ غونډه وشوه، چې په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري خالد احمد. . .

BACK TO NEWS